خبرونهاقتصادTOPټولنه

د غور – کابل لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د غور – کابل لويه لار د تېرې شپې د واورې د اورېدو له کبله د ترافکیو پر مخ تړل شوې ده.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رييس مولوي عبدالکريم ابو شعيب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د تېرې شپې د واورې اورښت له امله د غور- کابل لويه لاره د کوتل بيک په سيمه کې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
ابو شعیب زیاته کړه د دغې لويې لارې د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي او ډېر ژر به دغه لار د واورو د پاکولو ټيمونو له خوا د ترافیکو پرمخ پرانيستل شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم دغه لاره څو ځله د اورښتونو له کبله د ترافکیو پر مخ تړل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته