امنیت

يوې ميرمنې د بيوزلۍ او تنګسيا په خاطر خپل ميړه وواژه

کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
په کاپيسا ولايت کې پرون يوسړي دخپلې ميرمنې له خوا ووژل شو.
د کاپيسا ولايت د امنيې  قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدير سمونوال سيد سخيداد متين باختر آژانس ته وويل: شاه زمان دکاپيساولايت په مرکز پورې اړوند په جانجې سيمه کې دخپلې ميرمنې له خوا دکاڼو په ويشتلوسره ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه چې قاتله  شپږ بچيان لري او دخپل ميړه د وژلوعلت يې بيوزلۍ ، تنګسيا او کورنۍ تاوتريخوالي بللې دي .
ويل کيږي چې دغه ميرمن د پوليسو له خوا نيول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته