سیاستخبرونهامنیتTOP

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په فرمان د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت سلګونه بندیان له زندان څخه ازاد شول

کابل، د وري ۱۷مه، باختر

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله په فرمان نن د کابل له څرخي پله زندان څخه سلګونه بندیان ازاد شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست قاري عبدالله همدرد د یادو زندانیانو د خلاصون په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د کوچني اختر په مناسبت د بندیانو د خلاصون فرمان یوه میاشت وړاندې صادر شوی وو، چې وروسته د سترې محکمې، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو عمومي ریاست او د فرامینو او حکومونو د تطبیق د نظارت لوی ریاست له استازو څخه د جوړ شوي پلاوي تر یوې میاشتې کار او هڅو وروسته دغه شمېر زندانیان د خوشي کېدو مستحق پېژندل شوي دي.

په ورته وخت کې د سترې محکمې د تفتیش ریاست مرستیال او د یاد پلاوي مشر مفتي عبدالولي محمود وویل چې د څرخي پله له زندان څخه د یاد فرمان له مخې د ازاد شویو زندانیانو شمېر ۴۰۶ تنه دی او له دې ډلې څخه ۳۳۸ يې نارینه، ۴۰ ښځې او ۲۸ یې ماشومان دي.

محمود زیاته کړه، چې په ازاد شویو کسانو کې تر ډېره هغه بندیان شامل دي، چې د غلاوو او اخلاقي فساد په تور نیول شوي وو.

هغه همدارنګه وویل چې دمګړۍ د هېواد په ټولو زندانونو کې د دغه فرمان له مخې د مستحقو بندیانو د تشیخص لړۍ روانه ده او د کوچني اختر تر را رسېدو وړاندې به ګڼ شمېر نور بندیان هم له زندانونو څخه خوشې شي.

د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په یادو مراسمو کې وویل چې د هېواد په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه خپاره شوي راپورونه د جاسوسو کړیو په واسطه د یو شمېر رسنیو پروپاګند دی او هیڅ حقیقت نلري.

هغه زیاته کړه، چې چاته به د زندانیانو د شکنجه کولو اجازه ورنکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته