امنیت

په کونړ ولايت کې سل کورنۍ دخپلو کورونو وتلو ته اړې شوې .

کابل باختر د مرغومي دريمه :
دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دجګړې له امله سل کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې دي .
دکونړولايت  سيمه ئيز مسوولين وايي چې ددغه ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ دټولو نښتو له امله سل کورنۍ  له  خپلو کورونو  څخه وتلو ته اړې شوې دي
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب  سيدخيل  د باختراژانس خبريال ته وويل نن په دانګام ولسوالۍ کې نښتې دوام نه درلود اوخلکو له دغې موقع څخه  په استفادې سره له خپلو کورونو څخه  ووتل .
په داسې حال کې چې ددغه ولايت  سيمه ئيز  مسوولين وايي ددانګام  ولسوالۍ خلک دهوا دسړښت  او دمواصلاتي لارو دبنديدو له امله  له جدي ستونزو سره مخامخ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته