سیاستخبرونهاقتصادTOP

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ روان کال هرې ولسوالۍ ته ۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې پراختیایي بودیجه ورکړل شوې وه

کابل، د کب ۱۶مه، باختر

مالیې وزارت خبر ورکړی چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ملي بودیجې له پراختيايي برخې څخه بېله د هېواد هرې ولسوالۍ ته ۵ میلیونه افغانی بودیجه ځانګړې شوې وه چې موخه یې په يادو سيمو كې رغونه او بيا رغونه وه.

دغه وزارت زیاته کړې چې دغه ځانګړې شوې بودیجه په ولسواليو کې د ولايتي ادارې په همغږۍ په خپلواکه توګه لګول کېده، چې ستره برخه یې د ولسواليو رغونه، بيا رغونه، د تأسيساتو ساتنه، څارنه او لومړیتوب لرونکي پروژې وې.

سرچینې څرګنده کړې دغه ټاکل شوې بودیجه د روان ۱۴۰۲مالي کال تر پای ته رسېدو مخکې د کورنيو چارو وزارت په همکارۍ په ولسواليو کې په ذکر شویو اړینو کوچنيو پراختيايي پروژو ولګول شوه.

د يادوني وړ ده، چي د دغې بودیجې په واسطه په ولسواليو کې ځينې پروژې بشپړې شوې او ځينې نورې به د روان مالي کال تر پایه پورې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته