کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د سرې قطعې يو قوماندان له ١٢ نورو وسله والو طالبانو سره تېره شپه په کندز کې ووژل شو.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کندز د علي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو د سرې قطعې يو قوماندان له ١٢ نورو وسله والو طالبانو سره ووژل شو.
نظري زياته کړه: په دغو عملياتو کې ١۵نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا