امنیت

يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شول

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١١  :
د بلخ ولايت د ملي امنيت موظفينو تير ماښام يوه اندازه چاوديدونکي توکې کشف اوضبط کړل.
د بلخ ولايت ويانـــد احمدمنــــيرفــــرهاد باخترآژانس ته وويل: يوه انـدازه چاوديدونکي توکي چې په مهارت سره د جامو مينځولو په ماشينونوکې ځاى پرځاى او د سراچه ډوله موټر په واسطه ليږدول کيدل؛ د ملي امنيت د رياست د کشفي پرسونل د هڅو او هاند له امله د مزارشريف ښار په څلورمې حوزې پورې اړوند بيهقي څلور لارې کې کشف اوضبط شوي دي.
خبـــرځاى وويل چې د دغو توکـــو په کشف او ترلاسه کولـــو ســـره د زړه بوږنوونکې پيښې مخه نيول شوې او د قضيې په تور يو تن نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته