خبرونهامنیت

د طالبانو د جنګي وسايلو زېرمه په ننګرهار کې کشف شوه

۱۷- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د ملي امنيت ځواکونه وايي چې په ننګرهار کې یې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ستره زېرمه کشف کړې ده.
دغه زېرمه په اچين ولسوالۍ کې ساتل کېده چې تېره شپه کشف شوه.
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې له دغې زېرمې څخه چاودېدونکي توکي، ماينونه او توغندي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې یاد جنګي وسايل په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د مهم قوماندان په بدرالدين مشهور مولوي عين الدين پورې اړوند وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته