کابل، غبرګولي۴مه، باختر
د سرپل د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۴۳۱ زره ۶۰۷ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یاد شوي عواید په سرپل کې د دولتي ځمکو د اجارې له ورکړې، د کدستري معلوماتو، مخابراتي انتونونو او د تېرو کلونو د باقیدارۍ له درکه په مرکز او ولسوالیو کې راټول شوي دي.
هېره دې نه وي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو په اجارې د ورکړې له درکه سلګونه زره افغانۍ عواید راټول کړي او دغه پروسه په شفاف ډول روانه ده، او راټول شوي عواید د دولت خزانې ته انتقال شوي دي.
افغانمل