نړۍ

پوتين : روسيه په افغانستان کې دسولې دتامينولو ملاتړ کوي .

امريکا غږ باختر دکب اووه ويشتمه :
دروسيې  جمهور رييس ولاديمير پوتين  وايي هيواد يې په افغانستان کې د سولې دتامينولو اوپرمختګ ملاتړ کوي .
دايتر تاس دخبرله مخې :پوتين ويلي دي مسکو له کابل سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې تروريزم او نشه يي توکي له منځه يوړل شي .
مخکې له دې  دافغانستان حکومت دروسيې دوروستي اعلام هرکلى کړي اوويلي يي دي چې له افغان وسله والو ډلو سره داړيکو هدف په افغانستان او سيمه کې دسولې او ثبات ټينګښت دى
روسيې په دې وروستيو کې له طالبانوڅخه وغوښتل چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو لپاره له ډار اچوونکو ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي  اوخبرې پيل کړي .
دافغانستان دبهرنيو چارووزارت په خبرپانه کې ويل شوي دي په افغانستان کې دسولې دتامينولو په لاره کې دسيمې دهېوادونوصادقانه هلې ځلې اغيزمن دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته