
کابل، د چنګاښ٣ مه، باختر
د سرپل د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
په دې کتنه کې د سانچارک ولسوالۍ مشرانو وویل، چې په هر ډول شرایطو کې د اوسني نظام له پروګرامونو سره همکاري او ملاتړ ته چمتو دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ولسونو ترمنځ نفاق واچوي.
په دې کتنه کې د سانچارک ولسوال او امنيه قوماندان د خلکو د بشپړ امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنيت له منځه یوسي.
\ ذ