ښوونه او روزنه

د هېواد د امنيتي ځواکونو د شهيدانو ٥٠ تنو وارثانو ته د زده کړې زمينه برابره شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
د لوړو زده کړو وزارت د استقلال د لوړو زده کړو له موسسې سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ چې د هغه له مخې د هېواد  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو پنځوسو تنو وارثانو ته د وړيا زده کړې زمينه برابريږي .
د باخترآژانس دخبرله مخې:
د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په غونډه کې د لوړو زده کړو  وزيرې ډاکترې فريدې مومند د استقلال خصوصي لوړو زده کړو د موسسې د دغه ښه اقدام قدرداني وکړه او ويې ويل: دغه اقدام د هېواد له شرايطوڅخه او د دوى د هېواد پالنې او په تېره بيا د هېوا د د امنيتي ځواکونو په وړاندې  د استقلال د لوړو زده کړو موسسې د مسوولينو د پوهې او درک ښکارندوى دى.
دې زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د شهيدانو او بېدرکه شويو د پاتې کسانو د حقوقو او امتيازونو د قانون له مخې هلې ځلې کوي چې د شهيدانو هغو وارثانو ته چې خپل سرونه يې د هېواد د ملي نواميسو د ساتنې په لاره کې قرباني کړي دي، د زده کړې او کار زمينه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزيرې د هېواد د لوړو زده کړو له نورو مرکزونوڅخه وغوښتل چې د ټولنې د ستونزو په درک کولو سره د ټولنې دغه قشر ته چې مرستې ته اړتيا لري؛ د زده کړې زمينه برابره کړي .
وروسته په ولسي جرګه کې د خلکواستازى او د دغې موسسې رئيس ډاکتر محمد صالح سلجوقي خبرې وکړې او ويې ويل: د استقلال د لـــوړو زده کړو موسسه د هېواد او خلکوپه وړاندې د خپل مسووليت په درک کولو سره د ملي امنيت، ملي پوليسو او د ملي اردو د شهيدانو پنځوسوتنو وارثانو ته د ١٣٩٦ کال په سمسترکې د زده کړې دورې ترپاى ته رسيدو پورې په وړيا ډول د زده کړو  زمينه برابروي.
د خصوصي لوړو زده کړو د پوهنتونونو او موسسو د رئيس پوهندوى محمدامير کامه وال د څرګندونوله مخې، د شهيدانو هغه وارثان چې د زده کړې د دوام په شرايطوبرابر وي؛ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارت له خوا د خپلو سندونو له تائيدولو وروسته دغې تحصيلي موسسې ته معرفي او د استقلال د لوړو زده کړو موسسې له خوا د کانکور آزموينې له تيرولو وروسته، منل کيږي.
په پاى کې دغه تفاهم ليک د لوړو زده کړو د وزيرې په  وړاندې د خصوصي لوړو زده کړو د پوهنتونونو او  موسسو د رئيس او د استقلال خصوصي لوړو زده کړو د موسسې د رئيس له خوا لاسليک شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته