کابل ، د ثور ۴ مه ، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف هم حضور درلود، دواړو لوریو له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې پر لازیاتې همغږۍ او روڼتیا بحث او خبرې وکړې.
دیبورا لاینز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ارګانونو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د بشردوستانه مرستو د لازیات انسجام، اسانتیا او همغږۍ او د ننګونو د مخنیوي په اړه د اړوندو وزارتونو او د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو ترمنځ پر ګډې غونډې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبداسلام حنفي مستحقیقنو ته په شفاف ډول د بشردوستانه مرستو رسولو په برخه کې د یادې غونډې جوړولو هرکلی وکړ او هغه یې د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو ترمنځ د لازیات تفاهم او همغږۍ په برخه کې مهمه وبلله.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په دې وروستیو کې د راوتلو سېلاوونو له امله د هېوادوالو ځاني او مالي زیان ته په اشارې، زیانمنوشویو ته د لازیاتې مرستې د غوښتنې ترڅنګ په ټینګار سره وویل چې اسلامي امارت د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند کړی؛ خو له افغان کروندګرو سره باید د بدیل معیشت په برخه کې مرستې وشي.
د کتنې په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مرستیال یې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د دوامداره هڅو په خاطر پر لازیاتې همغږۍ او تفاهم ټینګار وکړ.
ن/ر