سیاستخبرونهټولنهTOP

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د صرافانو ټولنې له منشي او غړو سره وکتل

کابل / د سلواغې ۲۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر د صرافانو ټولنې له منشي او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې د صرافانو ټولنې منشي حاجي محبت ګل او د یادې ټولنې غړو حاجي نصرالله او تازه ګل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په هېواد کې یې د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده.

دوی د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه په ټول افغانستان کې د صرافانو لپاره په نویو ټاکل شویو مقرراتو د بیا کتنې وړاندیز وکړ او د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې یې د یو تښتول شوي صراف د خوشې کولو لپاره له امنیتي ځواکونو څخه د جدي همکاریو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل چې د دولت په توګه د هېواد د ټولو اتباعو د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت مسوولیت دی او هېڅکله به ترې غافل پاتې نشي.

مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت ټولو صرافانو ته بشپړ ډاډ ورکوي چې په هر ډول شرایطو کې د صرافانو د سر او مال خوندیتوب ته چمتوووالی لري او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته