سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال: د ملي سوداګرو او پانګه والو مسئولیت دی چې د خپل توان مطابق د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي

کابل، د لېندۍ ۲۶مه، باختر
په کابل نړیوال هوايي ډګر کې نن یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ اقتصادي مرستيال په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته ویلي دي: د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال د جګړو او ناخوالو له امله د نورو برخو ترڅنګ، د هېواد زېربناوو ته هم ډېر زیان رسېدلی چې له امله یې اقتصاد هم متضرر شوی دی. ملا برادر آخوند زياته کړې چې له فتحې وروسته اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ، د زېربناوو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده چې په بېلابېلو برخو کې د امارتي ادارو فعالیتونه یې ښې بېلګې دي.
د هغه په وينا، دا د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ملي سوداګرو او پانګه والو مسئولیت دی چې د خپل توان مطابق د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصتونو استفاده وکړي، چې هغه د افغانانو لومړیتوب دي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته ویلي دي: د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم شرط دی، چې اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.
هغه په بهر کې پر مېشتو افغان پانګه والو غږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته له خپل ولس سره یوځای د هېواد په آبادۍ او بیارغونه کې په ګډه کار وکړي.
اقتصادي مرستيال د اسلامي امارت له لوري ټولو پانګه والو، ملي سوداګرو او صنعتکارانو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او پر ټولو امارتي ادارو یې غږ کړی چې د ملي سوداګرو او پانګه والو بدني او رواني امنیت ته پاملرنه وکړي او ستونزې یې پر وخت حل کړي.
د یادونې وړ ده چې په کابل نړيوال هوايي ډګر کې د خصوصي سکټور له لوري
د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت، د یوشمېر متوسطې او کوچنۍ پروژې چارې بشپړې شوې او نن د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په شتون، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته