کابل /د وري ١٢مه /باختر
د پرتګال د ملي ټيم د کپتانۍ بازوبند چې رونالدوهغه په غوسې سره په ځمکه وغورځاوه ټاکل شوې ده وپلورل شي چې د يوماشوم د درملنې د لګښت يوه برخه چې په خطرناکې ناروغى اخته دى ، تامين شي.
رونالدو د صربستان د فوټبال د ملي ټيم په وړاندې د پرتګال د ملي ټيم د لوبې په بهير کې له هغه وروسته په غوسه شو چې د لوبڅار مرستيال د هغه قانوني ګول غير قانوني اعلام کړ.
د فوټبال دغه پرتګالي ستورى د لوبې په پاى کې په داسې حال کې چې د لوبې له ډګر څخه د وتلو په حال کې و ، د خپل کپتانى بازوبند په غوسې سره په ځمکه وغورځاوه اولاړ.
دغه بازوبندد ورزشکاه د نظم د ټينګښت يومامور رايکو متيچ يوخيريه بنسټ دى ورکړ چې ليلام شي او د يوشپږ کلن ماشوم د درملنې يوه برخه چې په خطرناکې ناروغى اخته دى تامين شي.
ډاکترانو ويلي دي چې د دغه صربي ماشوم درملنه دوه نيم ميليونه يورو لګښت لري چې د ماشوم کورنى د دومرو پيسو د ورکولوتوان نه لري .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ټاکل شوې ده دغه بازوبند د درې ورځو لپاره په انلاين ډول پلورنې ته وړاندې شي .
يوصربستانى خيريه بنسټ ويلي دي چې دغه بازوبند په هغه چا پلوري چې زياتي پيسې ورکړي.
ختم-ج –ا