کابل، د لړم ۲۸ مه، باختر
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال په ۷ میاشتو کې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د غور له منار جام څخه لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغو سیلانیانو د یاد ولایت د نورو لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې ترڅنګ له منار جام څخه هم لیدنه کړې ده.
زعیم زیاته کړه، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته یاد ولایت ته د کورنیو او بهرنیانیو سیلانیانو ورتګ په بې ساري توګه زیات شوی او لامل یې په ټول هېواد کې د امنیت تامین او سیلانیانو ته د اسانتیاوې برابرول دي.
د نوموړي په خبره په غور کې څه باندې ۶۰۰ تاریخ او لرغونې آبدې شتون لرې چې له دې جملې څخه ۳۷۰ یې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې په مدیریت کې ثبت دي او پاتې به یې د اطلاعاتو له راټولولو وروسته ثبت شي.
د یادونې وړده، چې د منارجام د فیروزکوه ښار د لوېدیځ په ۷۵ کیلومترۍ کې شتون لري او د نږدې زر کلن تاریخي قدامت په لرلو سره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پاملرنې وړګرځېدلی دی.