– کابل / د کب ۶ / باختر
د رحمان مینې په روغتون کې د کرونا واکسین څانګه د کابل د عامې روغتیا رییس ډاکترعبدالوکیل احمدي ، د دغه ریاست د کتلوي معافیت د مسوول ډاکترجاوېد محسن زاده ، د روغتیايي شورا د غړو، د رحمان مینې د روغتون مسوولانواو کارکوونکو او د سیمې د مشرانوپه ګډون نن پرانیستل شوه.
لومړي کسان چې د کرونا واکسین ترلاسه کړل د رحمان مینې روغتون کارکوونکي دي.
باید وویل شي په وروستۍ پړاو کې دفاعي او امنیتي ځواکونه او د رسنیو کارکوونکي دغه واکسین چې د هندوستان هېواد مرسته کړې ده، ترلاسه کوي.
پای-ع
11 د یوې دقیقې څخه لږ