خبرونهټولنهTOP

د راتلونکو ۳ ورځو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

کابل، د وري ۶مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو درېیو ورځو (د روانې وري مياشتې له ۷ څخه ۹نېټې پورې) لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، میدان وردک، کنر او لغمان) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته