خبرونهاقتصادټولنه

د خوست تڼیو ولسوالۍ ته د وارداتي برېښنا د غځولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ ته د نږدې ۱۶ میلیونه  افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا غځولو چارې پیل شوې دي.

د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د دغه ولایت والي ملا بسم الله عبدالله وویل، چې په دې ولایت کې د ولسونو د ستونزو او غوښتنو د حل په موخه په بېلابېلو برخو کې د لسګونه پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه ۵۶ زره افغانیو په لګښت د ۱۴۰ ستنو په نصبولو سره تڼیو ولسوالۍ ته وارداتي برېښنا غځول کېږي.

د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې به د ولسوالۍ دولتي کمپلېکس ته برېښنا ورکول کېږي او دویم پړاو کې به د بودیجې په منظورۍ سره د یادې ولسوالۍ نورو سیمو ته هم د برېښنا وغځول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته