خبرونهامنیت

د خوست امنیې قومندانۍ مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د خوست امنیې قومندانۍ مسوولینو د یوه خبري کنفرانس پرمهال د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
یاد کنفرانس کې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار طاهر احرار وویل چې د جنایي جرمونو په برخه کې د خوست په کچه ۳۲۱ بېلابېلې پېښې ثبت شوي چې په تړاو یې ۳۴۵ تنه نیول شوي او دغه راز ۵۰ میله سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمېر نور مهمات ضبط شوي او په تړاو یې ۲۰ مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
احرار زیاته کړه چې د خوست پاسپورټ آمریت په روان ۱۴۰۲ کال کې ۴۰۲۳۱ جلده پاسپورټونه توزیع کړي، چې دولتي خزانې ته ترې شاوخوا ۲۰۶ میلیونه افغانۍ عواید هم جمع شوي دي.
نوموړي وویل: « د ترافیکو د مدیریت ۱۶۱۵ جوازسیرونه او ۹۳۵۰ جوازنامې او یو کيلي موټرو ته یې ۳۳۹۳۸ اسناد وېشلي چې له درکه یې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي، د ښار په یوولسو څلور لارو کې ترافیکي څراغونه نصب شوي او د موټرو د ثبت په بهیر کې ۸۲ عرادې غلا شوي موټر پیدا شوي او بېرته خپلو مالکینو ته سپارل شوي دي.»
هغه وویل د امنیې قومندانۍ په قرارګاه او د ښار په مهمو نقطو کې ۲۹ د څار کمرې نصب شوي چې هره لحظه یې د یاد آمریت منسوبین څاري او له مرکز سره د ويډیویي اړیکو لپاره د پولي کام سېستم هم فعال شوی دی.
احرار څرګنده کړه روان کال دغه راز ۲۹ سپکې او درنې وسلې او ۳۵۹ باروړونکي او واړه نظامي موټر هم ترمیم شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته