خبرونهامنیت

د حقاني شبکې اووه غړي په خوست کې ونیول شول

۳۵- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د ملي امنیت ځواکونو په خوست کې د حقاني شبکې د اوو غړیو د نیول کېدو خبر ورکړ.
دغه کسان په څوعملیاتو کې دخوست په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د خوست د ملي امنیت رییس جنرال عبدالسمیع صدیقي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې نیول شویو کسانو په خوست کې په څو تروریستي پېښو کې رول درلود.
هغه وویل چې د حقاني شبکې یاد غړي د یولړ ډار اچوونکو بریدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې ونیول شول.
له نیول شویو څخه جنګي وسایل او هغه سندونه چې په حقاني شبکه کې د دوی غړیتوب ثابتوي؛ هم ترلاسه شوي دي.
نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په حقاني شبکه کې پر خپل غړيتوب او په څو ډار اچوونکو بریدونو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته