سیاست

د جمهوري رياست دويم مرستيال: د افغانستان دولت د ازبکستان د خلکو او دولت په مصيبت کې ځان شريک بولي

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٥  :
د جمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش د ازبکستان د فقيد جمهور رئيس اسلام کريموف د مړينې په مناسبت  د دغه هېواد  له دولت او خلکو سره د همدردۍ او غمشريکۍ د څرګندولو لپاره نن په کابل کې د ازبکستان سفارت ته لاړ او په کابل کې  د دغه هېواد د سفارت په مقر کې  د اسلام کريموف د درناوي په کتاب کې يې لاسليک وکړ.
د جمهور رئيس مرستيال په هغې لنډه کتنه کې چې په  کابل کې د ازبکستان له سفير سره يې وکړه؛ د دغه هېواد د پخواني جمهور رئيس اسلام کريموف د مړينې له امله يې ددغه هېواد ملت او دولت او په کابل کې دازبکستان سفارت ته دډاډګيرنې مراتب څرګندکړل او و زياته يې کړه چې د افغانستان دولت ځان د ازبکستان د خلکو او دولت په مصيبت کې شريک بولي .
قانونپوه دانش د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکو او تاريخي اوفرهنګي مشترکاتو ته پاملرنې سره، اسلام کريموف يې  په سيمه کې يو اغيزمن سياسي شخصيت وباله چې دازبکستان په ترقۍ او پرمختګ کې يې سترول لوبولى دى.
په مقابل کې د ازبکستان سفير هم ددغه هېواد د سفارت  مقر ته دافغانستان  د جمهور رئيس د مرستيال د ورتګ او د ازبکستان له دولت او ملت سره د ده د همدردۍ د مراتبو د څرګنديدو له امله قدرداني وکړه.
ده د ازبکستان د فقيد جمهور رئيس د جنازې د ښخولو په مراسموکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني ګډون د دواړو هېوادونوترمنځ د دوستانه اړيکو نښه نښانه وبلله او د دغو اړيکو په لازيات ټينګښت باندې يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته