خبرونهاقتصادټولنه

د جوزجان د ترافیکو مدیریت په تېر یوه کال کې څه باندې ۵۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د غوايی ۲ مه، باختر

د جوزجان د ترافیکو مدیریت مسوولینو د جوازسیر او لایسنس د وېش له درکه د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د جوزجان د ترافیکو مدیرداملا شبیراحمد سعیدي د باخترآژانس خبریال وویل چې یاد مدیریت په ۱۴۰۲ کال کې د ۶۳۵۰ ټوکه لایسنس، ۵۵ ټوکه جوازسیرونو د وېش، د موټرو د تخنیکي معاینې او نورو ترافیکي محصولاتو له درکه ۵۸ میلیونه ۲۴۶ زره ۵۴۰ افغانۍ عواید  راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲ کال د دغو محصولاتو د عوایدو راټولول هم دوام لري او امکان لري چې د ۱۴۰۳ کال په بهیر کې دغه عواید نور هم زیات شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته