خبرونهاقتصاد

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت: په هوايي ډګرونو کې رادار سیستمونه فعال او د دوی تر کنټرول لاندې دي

کابل، غبرګولي۱۰مه، باختر

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي د هېواد په هوايي ډګرونو کې رادارونه فعال او د دوی له لورې کنټرولېږي.

یاد وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: (د افغانستان په هوايي ډګرونو کې رادارونه فعال دي، د ملکي الوتنو ټول خدمتونه د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت لخوا ترسره کیږي، دا چې افغانستان د نړیوالو ملکي هوايي سازمانونو غړیتوب لري؛ نو د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د همکارۍ توافقنامې لرو او د معمول مطابق په ملکي هوايي چلند برخه کې همېشنۍ متقابلې همکارۍ لرو.)

یاد وزارت دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په یو شمیر ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورنه خپاره شول چې ګواکې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د رادار سیستمونه غیر فعال او اوسمهال د افغانستان هوايي حریم د پاکستان له لورې کنټرولېږي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته