خبرونهاقتصادTOPټولنه

د ترافیکو پر مخ د سالنګ لویې لارې د خلاصېدو هڅې روانې دي

کابل، د کب ۱۳مه، باختر 

د ټولګټو وزارت د ترافیکو پرمخ د سالنګ لویې لارې د خلاصولو په موخه د هڅو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي چې د سالنګ لویه لاره د زیاتې واورې له کبله نن د څلورمې ورځې لپاره هم د تګ راتګ پرمخ بنده ده، خو د خلاصولو په موخه یې ګړندۍ هڅې روانې دي.

د نوموړي په خبره نن هم په سالنګونو کې نرۍ واوره ورېږي او د واورې اندازه په شمالي سالنګ کې ۱۵۰ سانتي متره ده په داسې حال کې چې تونل ته نږدې دغه اندازه کابو ۳ مترو ته رسېدلې او تر دې دمه په دغه لاره د واورې ښووېدنې ۲۵ پېښې رامنځته شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړې، چې له تېرې شپې راهیسې د دغه لارې د پاکولو چارې د سالنګونو د حفظ او ساتنې ریاست د پرسونل او ماشینرۍ له لوري پیل شوې دي او که د طوفان د نه پیل کېدو په صورت کې به د ورځې تر پایه د مسافر وړونکو موټرو پر مخ یو خط پرانیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته