امنیت

په ننګرهار کې دداعش دډلې دشپږو غړو وژل کېدل

-کابل/ دتلې  ١٩مه / باختر :
دداعش دډلې  شپږ غړي په ننګرهار کې  په يوه هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار دپچير او اګام ولسوالۍ په سليمان خيلو کلي کې  بريد وشو .
په ننګرهار کې  دملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې ډار اچوونکي دنويو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ، چې دناتو  دبې پيلوټه الوتکو له لوري  پرې بريد وشو .
  هغه وويل  چې، په دې بريد کې دداعش دډلې  ددوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  ددغې ډلې  شپږ غړي ووژل شول او دهغوى پټنځاى  له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوى دى .
ختم_ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته