ورزش

دغيږې نيونې انتخاباتي سيالۍپاى ته ورسيدې

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧ :
اته ويشت تنه غوره څيرو دآزادې غيږې نيونې  ملي ټيم ته لاره  وموندله .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دآزادې غيږې نيونې ملي ټيم ته  دټاکنې سيالۍ  چې تيره اوونۍ داولمپيک دملي کميټې په ورزشي لوبغالي کې دهيواد دمرکز او له پنځو ولايتونو  څخه د دوه سوه    اتيا تنو  ورزشکارانو په  ګډون  په اوو  وزني کټګوريو  کې  پيل شوې وې پرون پاى ته ورسيدې  .
داولمپيک دملي کميټې  دخپرونو مسوول سميع دره يې دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ددغو سياليو په پاى کې  اته ويشت تنه  دآزادې غيږې نيونې  ملي ټيم ته د داورانو له  خوا وټاکل شول. چې له دې جملې څخه  لس تنه يې  دجنوبي کوريا په سياليو کې دګډون په مقصد چې يوه  مياشت  وروسته  به پيل شي ګډتمريني پروګرام ته معرفي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته