کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر
د تخار د ورسج ولسوالۍ دايبروي په کلي کې ديو کانګريټي پول د جوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په تخار کې د آغاخان بنسټ د سيمه ييز دفتر رئيس عزيزاحمد مرادي باختر آژانس ته وويل چې دغه پول ١٢ متره اوږدوالى او ٥ متره سور لري چې د آغاخان بنسټ په مرسته د ١٢٤ زره امريکايي ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړ شوى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د دغه پله په پرانستلو سره د ورسج ولسوالۍ ايبروى د کلي د خلکو ستونزې لېرې شوې دي.
په همدې حال کې د تخار د کليو د بيا رغاونې او پراختيا رئيس ملا عظمت الله نور د آغاخان بنسټ څخه مننه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې د ياد پله په ساتنه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د تخار د ورسج ولسوالۍ دايبروي د کلي خلک د دغه پله د پرانيستلو هرکلى وکړ او ويې ويل چې پخوا د پله د نشتوالي له امله له زياتو ستونزو سره مخ و.
دغه راز د آغا خان د دفتر مسوولين وايي چې د کليو د انډوليزي ودې او پراختيا په موخه په ورسج ولسوالۍ او د تخار په نور ولسواليو کې به نورې پروژې هم تطبيقي کړي.
\ ج