کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر
د تخار مستوفيت په تيرو دريو مياشتو کې څه د پاسه ٨٢ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د تخار مستوفي مولوي محمد نور حقجو د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د تخار مستوفيت په تېرو دريو مياشتو کې ٨٢ ميلیونه ٣٣٨ زره افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه عوايد د پاسپورټ، کانونو او پتروليم، ترانسپورت، کرنې او د ښار جوړولو له ادارو څخه تر لاسه شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغه مستوفيت د ١٤٠١ کال د لومړيو دريو مياشتو عوايد د١٤٠٠ کال د وروستيو دريو مياشتو د عوايدو په پرتله نږدې ٥٨ سلنه زياتوالي ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخارمستوفيت د تېر کال عوايد ٤٠ سلنه کم شوي وو.
\ ذ