سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزیر د مالېزیا د بهرنیو چارو له ځانکړي مشاور سره وکتل

کابل / د کب لومړۍ / باختر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزير له ځانکړي مشاور سره وکتل.
په دې کتنه د بشري مرستو پر رسولو، شفافیت، زیاتوالي، اسلامي بانکدارۍ پر ودې او د اړیکو پر ټینګښت او پراختيا خبرې وشوې.
ښاغلي مشاور احمد اعظم عبدالرحمن یادونه وکړه چې په ۲۳ فبروري به د ماليزيايي ولس د مرستو لومړۍ الوتکه کابل ته راورسيږي او د خپلو مرستو او اقتصادي همکاریو د انسجام لپاره به په کابل کې دفتر خلاص کړي.
په همدې حال کې ښاغلي متقي د مالیزیا ولس له مرستو مننه او هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مالیزیا دې د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان مهمو طبي بوټو او وچې مېوې ته د مارکېټ په پيدا کولو کې د اقتصادي پرمختګ په هدف همکارۍ وکړي.
ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته