سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره وکتل

کابل، د وري ۲مه، باختر 

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مولوي رحمت الحق فُضیل پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاوشینګ سره وکتل. 

فُضیل په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له چین سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او غواړي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ دا اړیکې لا پراخې شي. 

نوموړي همدارنګه په وروستیو کې د پاکستان له اړخه د افغانستان په حریم د یرغل په اړه چینايي لوري ته تفصیلي مالومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت تګلاره له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره ده او نه غواړي، چې هېڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي. 

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه وویل چې د افغانستان د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې زموږ ګټې دا ایجابوي، چې د سیمه ییز نښلون او اقتصادي پرمختګ په موخه له سیمې سره مثبې اړیکې ولرو.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر په دغه کتنه کې وویل چې هېواد یې د سیمې امنیت او ثبات د چین په شمول د ټولو هېوادونو په ګټه بولي او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته