امنیت

په بلخ کې په يوې ترافيکي پيښه کې ديوخبريال په ګډون دپنځو تنو وژل کيدل

کابل باختر د زمري دمياشتې ٥ :
په  بلخ  ولايت کې  د يوې ترافيکي پيښې له امله  د يو خبريال په  ګډون  پنځه تنه ووژل شول.
دغه پيښه  پرون  ناوخته  د شولګره _ مزارشريف  په  لاره کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې يومسافر وړونکي موټر له يو بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
دبلخ ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرجنرال عبدالرزاق قادري دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې په دې پيښه دپارلمان  ديواستازي د کــــورنۍ ديوه غړى اود راه فـــــــردا  دخصوصي ټلـــــــويزيون دخبريال محمديوسف  په ګډون  پنځه تنه ووژل شول.
ده  ددغې پيښې انګيزه  د دواړو موټرو  دچلوونکو ګړندى تګ او بې احتياطي  وبلله.
له بلې خوا په دغې پيښه کې يوبل تن هم ټپي  شوى  دى چې  روغتيايي  حالت يې مخ  په  ښه  والي بلل  شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته