سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې

کابل، د غوايي ۴مه، باختر 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره په کتنه کې کابل او بیجینګ ترمنځ د دوه اړخیزو سياسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو او وروستيو سیمه ‌يیزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

متقي په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخه کې د اړیکو پر پراختیا خوښي څرګنده کړه.

 هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي او ته د انارو او جلغوزو د صادراتو لوړېدل او د مس عینک واخان دهليز او ځینو نورو برخو کې د پانګونې په برخه کې پرمختګونه د اسلامي امارت د یادې پالیسۍ ښکاره مثالونه دي.

 په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفير ژاو شېنګ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته وبلل او زیاته یې کړه، هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات چینايي سوداګر او پانګوال وهڅوي ترڅو په افغانستان کې د اوږدمهاله اقتصادي همکارۍ په نیت خپل رول ولوبوي. 

هغه زیاته کړه، چې چین د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ په څرنګوالي او امکاناتو باندې غور کوي او هڅه کوي، چې له یادې لارې افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

هېره دې نه وي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې څرګنده کړه، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ایجابوي، چې افغانستان او چین په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي تر څو دواړه هیوادونه وتوانېږي، چې خپلې ګډې ګټې په ښه ډول خوندي کړای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته