نړۍ

په عراق کې د چاودنې له امله څه د پاسه ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
دعراق په پايتخت بغداد ښارکې تېرماښام په يوه ليږدونکې واسطه کې دبم دچاودنې له امله څه ناڅه ٧ تنه ووژل شول او ٢٦ تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس د ايران د دولتي خبري آژانس د سومريه نيوز د خبري سايت له خولې خبر راکړ : دغه چاودنه د بغداد د شمال په المغرب په واټ کې وشوه.
دغه راز پرون هم يو ملکي وګړى د بغداد په شمال د الوزيريه په سيمه کې د بم د چاودنې له امله ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
په تيرو ورځو کې بغداد د پرله پسې چاودنو ډګر و چې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او د داعش ډلې د زياترو بريدونو مسووليت په غاړه اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته