سیاستخبرونهTOP

‏د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ايران ته سفر وکړ

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت، د مولوي امير خان متقي په مشرۍ، تهران ته د يوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د وياند مرستيال حافظ احمد ضيا، نن په خپله «اکس» پانه کې ليکلي چې‏ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه، ايران ته روان شو.
د ياد پلاوي د سفر موخه، په تهران کې د فلسطين په قضيه کې په عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس کې ګډون ويل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته