کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
په پروان کې د کانکور د آزموينې بهير نن پيل شو.
د پروان د آزموينو د ملي ادارې استازي عبدالرحمن عثماني باختر آژانس ته وويل چې په آزموينه کې چې درې ورځې دوام کوي؛ د نجونو او هلکانو په شمول څه دپاسه ٥٠٠٠ داوطلبان په کې ګډون کوي.
هغه ډاډ ورکړ چې آزموينه به په مناسبه فضا او بشپړ شفافيت سره ترسره شي.
ختم – شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ