خبرونهفرهنګ

د بهرنيو خپرونو د ارزونې کمېسيون د غيرقانوني کتابونو او نورو نشريو د خپرونې پر مخنيوي ټينګار وکړ

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر

د بهرنيو خپرونو د ارزونې کمېسيون ناسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين او د دغه کمېسيون د رييس عبدالمنان شېوای شرق په مشرۍ د هغه د کار په دفتر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې شېوای شرق د امنيت، نظم، ثبات او ملي وحدت د ساتنې او د هغو کتابونو او نشريو د خپرونې د مخنيوي چې د ټوليزو رسنيو د قانون، اساسي قانون او د هېواد د ملي ګټو پرخلاف وي؛ د کمېسيون د کار د ارزښت په اړوند هر اړخيزې څرګندونې وکړې.

د خپرونو چارو معين وويل چې په نويو لارو چارو سره د کتاب د ثبت دفتر او د ارزونې دفتر او دغه راز د نوي طرزالعمل په جوړېدو سره به کار تعقيب کړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د کمېسيون د صلاحيتونو او دندو په اړوند خبرې وشوې او د نشراتي موسسو، مطبعو او د کتاب پلورنځيو له مسوولينو سره د تجربو د تبادلې له لارې د کمېسيون د کار د ښه والي او د کمېسيون د غړیو د مکلفيتونو په اړوند هراړخيزې خبرې وشوې.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته