سیاستخبرونهTOP

د بلخ والي د ۷ هېوادونو له کونسلګرانو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا د روسیې، ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او د ترکمنستان مرستیال کونسل، یوشمېر مرستیالانو، د سره صلیب رئیس، د یونما دفتر نماینده او د یادو قونسلګریو ډيپلوماټانو سره وکتل،.
په دې کتنه کې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چې خپلو دندو ته یې دلته ادامه ورکړې او د دې ځورېدلي ولس لپاره خدمت کوي.
حاجي وفا زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د خپلې رسمي پالیسۍ سره سم د نړۍ سره مثبت تعامل غواړي، د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې هېڅ ډول خطر نشته.
د بلخ والي له دوی غوښتنه وکړه چې د بلخ اوسېدونکو ته د وېزو ورکړې او اړوندو چارو کې آسانتیا رامنځته او ورسره همکاري وکړي.
هغه وویل:” اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او تاسو ټول مسؤلیت لرئ، څو د افغانستان ریښتینی انځور تر نړیوالو ورسوئ”.
ورته مهال راغلو استازو د بلخ له والي سره په کتنه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چي هر وخت اماده دي، ترڅو په فرهنګي، تعلیمي، روغتيا، سوداګرۍ، کرنه، بنیادي پروژو او سپورټ په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته