امنیت

دافغانستان په سلو کې پنځه اويا خلکو دپوليسو دکړو وړو له امله خوښي څرګنده کړه

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

  په هغې نظر سنجونه کې چې دملګرو ملتو په سازمان پوري ديوي اړوندي  موسسې له خوا ترسره شوې ده ، ويل شوي دي چې دافغانستان په سلو کې پنځه اوياخلک  دملي پوليسو په نسبت مثبت  نظر لري او دپوليسو ددندو دترسره کيدو  له امله رضايت لري .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې  نن په دغې نظر سنجونه کې  په کابل سرينا  هوټل کې جوړه شوه  ځينوجګپوړو  مقاماتو ، دکورنيو چارو وزارت مسوولينو او دملګرو ملتو دسازمان او دناټو استازو ګډون  کړي وو .

 دغه نظر سنجونه دملګرو ملتو په سازمان پوري اړوند دلتفا موسسي له خوا چې په عين حال کې  دکورنيو چارووزارت دپروګرامونو يوه ملاټري موسسه ده  ترسره شوې ده .

 په دې نظر سنجونه  کې دهيواد له څلوروديرشو ولايتونو څخه دڅلور زره يوسلو يوولسو تنو نارينه  و او د درې زره يو سلواووه شپيتو ښځو په ګډون  اووه زره دوه سوه اته اويا تنو برخه اخستې ده ددغې نظر سنجونې په سلو کې پنځه اويا تنو برخه والو د ملي پوليسو په نسبت مثبت نظر څرګند کړي دي او دهغو دکړنو  ملاتړ يې کړي دي په داسې حال کې چې په هغې ورته نظر سنجونه کې چې په  ٢٠١٠  کال کې ترسره شوه په سلو کې يوازي پنځه شپيتو خلکو دپوليسو دکړنو ملاتړ کړي وو په هغې  نظر سنجونه  کې  چې په  ٢٠١١  کال کې  شوې ده ددې کار څرګندوى ده  چې له  پوليسو سره وګړني  ملاتړ په سلو کې لس زيات شوي دي دغه راز په دې نظر سنجونه کې دپوليسو په ليکوکې د ښځو له شموليت سره ملاتړ هم زيات شوي دي ددغې نظر سنجونې په سلوکې درې پنځوسو  تنو برخه والو دپوليسو په ليکوکې  دښځو  دشتون له امله خوښي  څرګنده کړې ده او داکار يې دافغاني ټولنې  يوه جدي اړتيا بللې ده .

 دکورنيو چارو وزير  ستر جنرال بسم الله محمدي په نننۍ غونډه کې په دغې نظر سنجونه کې له  برخه والو څخه دمننې په ترڅ کې وويل ددغه شان څيړنو ترسره کول هغه هم دبيطرفو  مراجعو له خوا ځانګړي ارزښت  لري چې دپوليسو دمنسوبينو دخوښي او هڅونې سبب کيږي

 دکورنيو چارووزير زياته کړه  چې ددغه شان  څيړنو اونظر سنجونو ترسره کول به دکورنيوچارو وزارت مشرتوب په دې بريالي کړي چې د پروګرامونو اوپاليسيو په طرحه کولو کې په اغيزمن ډول عمل وکړي .

 بسم الله محمدي  څرګنده کړه سره له دې چې خبره دپوليسو د کړنو اوله هغوي څخه درضايت په باب ده د کورنيو چارو وزارت دلاري پرسر يو لړ خنډونه  هم پراته دي چې موږ زيات خوځښت او عمل ته اړ باسي . ده دپوليسو په زياتي روزنې ، له اداري فساد سره په مبارزي ، دپوليسو دمنسوبينو دکاري ظرفيت په لوړولو او په ټاکنو کې دغوره سالري  داصل پر رعايتولو باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته