کابل /دثور ٩مه /باختر
د بلخ يوشمير خلکو نن په يوه غونډه کې له جمهوري نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغه ولسي غونډه کې چې د بلخ ولايت د يو شمېرمسوولينو په ګډون د جمهوري نظام په ملاتړ په مزارشريف ښار کې جوړه شوه د بلخ د عالمانو شورا مرستيال مولوي ذبيح الله حقجوله جمهوري نظام څخه ملاتړپه واقعيت کې د اسلامي جمهوري نظام ، ملي بيرغ اود امنيتي اودفاعي ځواکونودفاع وباله او د هېواد له نظام څخه ملاتړيې د هېواد د هر وکړي دنده وبلله.
حقجو زياته کړه يوشمېر ډلې د پرديو په لارښوونه د دغه هېواد ښوونځي او روغتونونه له منځه وړي اوپه افغانستان کې د جهاد لارښوونه کوي اود هېواد بنسټونه له منځه وړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد په داسې حال کې د هغوسختوشرايطو چې پخوا د افغانستان خلکو د نظام په نه شتون کې تجربه کړي دي يادونه وکړه او اوسني شرايط او د نظام دفاع يې د ټولوخلکو لپاره برخليک ټاکونکى اوملي وجيبه وبلله. .
حديد د نظام سقوط د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د له منځه تللو په مانا وبلله او د افغانستان د نظام دفاع يې د هېواد د هر وګړي دنده وبلله .
په دې غونډه کې د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي په هېواد کې د سولې د تامينولواود جمهوري نظام د ملاتړ په لاره کې د هېواد د جمهوررييس هلې ځلې وستايلې او د جمهوريت نظام يې د خلکو د حقوقوساتونکي وباله .
عظيمي په داسې حال کې چې د سولې خبروته اشاره وکړه زياته يې کړه چې د افغانستان خلک داسې سوله غواړي چې په هغه کې د تېرو شلوکلونوټول برياليتوبونه، د هېواد وسله وال ځواکونه او د خلکوحقوق خوندي وي.
د بلخ والي په خپلوخبروکې د ملي اردو، د ملي پوليسو او د ملي امنيت ځواکونه د هېواد ملي پانګه وبلله اوهغوى يې د ځمکنۍ بشپړتيا اود افغانستان د ملي ارزښتونواو وياړنو اصلي ساتونکي وبلل.
ختم-ج-