خبرونهاقتصادټولنه

د بدخشان له مرکز سره د ۸ ولسوالیو نښلوونکې لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر

د بدخشان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت له مرکز فیض آباد ښار سره د ۸ ولسوالیو لارې چې د واورې د اورښت له امله بندې شوې وې د ټولګټو چارو ریاست د ټیمونه له لوري بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنیر ذبیح الله امیري باختر آژانس ته وویل چې په شیبر کلان او دشت درنګ سیمه کې له فیض آباد سره د ۸ ولسوالیو نښلوونکې لارې د واورې د اورښت له امله بندې شوې وې نن بېرته د تک راتګ پر وړاندې خلاصې شوې.

هغه زياتوي، چې اوسمهال په يادو سيمو کې د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ روان دى او د ټولګټو چارو رياست کاري ټيمونه چمتو دي، چې د بدخشان په ٩ ولسواليو کې د لارې د تړل کېدو په صورت کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته