ټولنه

په هرات کې کورنيو بېځايه شويو کسانو ته لنډ مهاله اردوګاه جوړيږي

کابل باختر د ليندۍ څلورمه :
ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې په هرات ولايت کې د لسو زرو کورنيو په ظرفيت کورنيو بېځايه شويو کسانو ته لنډ مهاله اردوګاه جوړه شي .
د هرات د مهاجرينو د راستنولو چارو د ادارې رييس احمد جاويد نادم وويل چې په دې اردوګاه کې د شپږ مياشتو لپاره کورني بې ځايه شوي کسان ساتل کيږي او د بې ځايه شويو کورنيو د ملي پاليسۍ له مخې اصلي ځايونو ته د هغوى  د ستنولو لپاره به د اساسي حل لاره وسنجول شي.
د هرات د مهاجرينو د راستنولو چارو د ادارې رييس د دغې ادارې اساسي  فعاليت د بې ځايه شويو کورنيو د حالت د ننګونو څېړنه وبلله او ويې ويل: د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې زموږ ٢٣٠  زره تنه هېوادوال په خپله خوښه له ايران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي چې ١٤٧ زره تنه يې په فردي ډول ميشت کړى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال٤٠ زره کورنۍ په جبري توګه او ٧٠ زره کورنۍ په خپله خوښه  مېشت کړى شوي وو .
نادم د ٢١٨٣ بې ځايه شويو کورنيو د پېژندنې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې له دغه شمېر څخه د ١٦ زرو تنو يې بايومتريک پيل شوى دى.
د دغه دولتي مسوول د څرګندونوله مخې، ټاکل شوې ده په راتلوونکي اوونۍ کې د جګپوړو دولتي چارواکو په وړاندې ستر پرمختيايي پروګرامونه پرانستل شي له هغې جملې څخه د سعادت ښارګوټې پروژه د ٣٢ ميليونو افغانيو په ارزښت  له څو ګلخانو سره پرانېستل کيږي .
ده په بې ځايه شويو کسانو ته د پنځه زره متريک ټنو غنمو د ويشلو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې څه دپاسه ٣٠٠٠ کورنۍ له سروې او پېژندنې وروسته ددغې ادارې د مرستې تر پروګرام لاندې نيول شوې دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته