خبرونهټولنه

د اوبو رسولو یوه شبکه په میدان وردګو کې پرانیستل شوه

۳۱- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
په میدان وردګو کې سره په دغه ولایت کې سلګونوکورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکه د څه دپاسه ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د اوبورسولو او چاپېریال ساتنې ملي پروګرام له لارې د میدان وردګو د دایمیرداد ولسوالۍ په برچنګه سیمه کې جوړه شوې ده.
ویل کېږي د اوبو رسولو دغه شبکه د ۵۰ مکعب متره اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته