خبرونهاقتصاد

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د انرژۍ سکتور د ښه مدیریت لپاره پر زياتې همغږۍ ټینګار وکړ

کابل / د کب ۱۵ / باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن د هېواد د انرژۍ سکتور د ښه مدیریت او پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د انرژۍ پروژو د تولید، پراختیا او لېږد وضعیت وڅېړل شو او د هېواد د انرژۍ سکتور د پروژو د ښه مدیریت او پلي کېدو په موخه د همکارۍ پر ګډې طرحې بحث وشو.
په ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پر زياتې همغږۍ ټینګار وکړ او د هېواد د انرژۍ سکتور د ښه مدیریت او لارو چارو د وړاندې کولو ترڅنګ، د انرژۍ معینیت او برېښنا شرکت له مسوولينو يې وغوښتل چې یوه ګډه کمېټه جوړه کړي چې د چارو پر انسجام او تطبیق کار وکړي
په همدې حال کې د ياد وزارت د انرژۍ معین مولوي عارف الله عارف، د هېواد د انرژۍ سکتور د پراختیا او ښه مدیریت لپاره د مسوولينو همکاري او همغږي اړینه وبلله.
همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رييس ملا محمد عیسی آخند د هېواد د انرژۍ سکتور په برخه کې د ګډې همکارۍ د طرحې هرکلی او پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم اداره او د افغانستان برېښنا شرکت تر دې وړاندې په خپلواک ډول فعالیت کاوه، خو اوس د اوبو او انرژۍ وزارت او د انرژۍ معینیت تر چتر لاندې فعالیت کوي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته