کابل/دسلواغې ۲۵مه /باختر
د المپیک ملي کمېټې رییس وایي د اسکی سیالۍ د چهارشنبې په ورځ په بامیانو او کابل کې پيل کېږي.
د باختراژانس خبریال د خبرله مخې؛ د المپیک او د بدني روزنې کمېټې رییس نظرمحمد مطمین نن په یوه غونډه کې په بامیانو کې د اسکی سیالیود پیل خبر ورکړ او ویې ویل: ټاکل شوې ده د اسکی جشنوارې سیالۍ دوې ورځې وروسته په بامیانواو کابل کې پیل شي او په نږدې راتلونکې کې د غېږې نیونې سیالۍ په قندهار او وزلوبې سیالۍ په کابل کې پیلېږي.
ج-ا