کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت د ځانګړې قطعې، ملي اردو او د غوڅ ملاتړ د خاصو ځواکونو په ګډون عملياتوکې چې د غزني، زابل او د پکتيا په ولايتونوکې ترسره شول؛ په افغانستان کې د دغې ډلې د جګپوړي قوماندان په ګډون د دغې شبکې ٨٠ تنه نور غړي ووژل شول.
د دغې برخې مشر عمرخطاب له عاصم عمر څخه وروسته، د هندپه ټاپوکې د القاعده ډير مهم رهبر او د دغې څانګې ډير جګپوړى غړى دى چې د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
په دغو عملياتوکې د القاعده شبکې ٢٧ تنه غړي نيول شوي او پنځه مهم قراګاوې يې ويجاړې شوې دي.
په وژل شويوکسانوکې په خرم کياني مشهور قاسم، حسن حمزه او جنيد په افغانستان کې د القاعده شبکې مهم غړي او د دغې شبکې پوځي مسوول مصطفى له دريو تنو پنجابي تروريستانو او دوو تنو سيمه ييزو طالبانو سره هم شامل دي.
د القاعده شبکې غړي له ٢٠١٥ کال وروسته د افغانستان د دولت او نړيوالو ځواکونو د ارتباطاتو په تامينولوکې د مشورې ورکولو او مسلکي ملاتړ، له سترو وسلو څخه د توغنديو او هاوانونو د توغولو او د طالبانو لپاره په شپينو عملياتوکې رول درلود.
پاى شکريه ذ
0 1 دقیقه لوستل