۱۰۰ ورځې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حکم

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
د هرات ولايت د جيل د حالت د څيړنې په لاره کې د هيئت د موظف کولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي حکم!
د هرات ولايت د جيل د حالت او د بنديانو د شکايتونو د هر اړخيزې څيړنې په مقصد د واکمنو محکمو د وروستيو پريکړو د تطبيق د څارنې د رييس سيد مراد شريفي په مشرۍ او د:
• د کورنيو چارو وزارت دجيلانو د رييس لوى پاسوال عبدالعليم کوهستاني؛
• د عدليې وزارت د حقوقو د رييس ډاکتر عبدالرووف هروي ؛
• څارنوال محب الله؛
• د هرات ولايت د سولې د شورا د رييس مولوي بارکزي؛
• د هرات ولايت د شخړو د حل کولو د شورا د رييس مجددي؛
• ملي سوداګر همکار؛
• عبدالمجيد بارکزي؛
• د هرات ولايت د عالمانو شورا د غړي سيد احمد؛
• د هرات ولايت د بشر د حقوقو د کميسيون د غړې شريفه شهاب؛
• د هرات د سولې شورا د غړي کاکاعزيزخان؛
• د هرات د مدني ټولنې د رييس پارسا په غړيتوب د هيئت موظفول منظورم.
هيئت موظف دى چې په اته څلويښتو ساعتونوکې د هرات د جيل وروستى حالت او پيښې په دقيقه توګه وڅيړي او له ډيل پرته دې خپل ليکلى رپوټ د هرات ولايت په جيل کې د حالت د اصلاح او ښه والي په برخه کې له ضروري پيشنهادونو سره جوخت د جمهوري رياست عالي مقام ته وړاندې کړي.
د هرات ولايت او د دغه ولايت امنيتي بنسټونه دې د هيئت امنيت په هر اړخيزه توګه تامين کړي او د اړوندو دندو په اجراکولوکې دې لازمې آسانتياوې ورته برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته