سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان د استقلال اغېز.

هو! د شلمې پېړۍ په پیل کې د پخوانۍ مغرورې برطانیې د ماتې لړۍ له افغانستان څخه پیل شوه او ورپسې د همدې پېړۍ په پای کې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو زېری هم په افغانستان کې د دغه اتحاد د پوځونو تر ماتې وروسته ورکړل شو.

تر برطانیې او شوروي وروسته امریکا هم زړه راښه کړ او د افغان مجاهدینو له لوري د ماتې خوړلو ارمان یې پوره شو.

خو د امریکا دا ماتې یواځې په افغانستان کې نه وه؛ بلکې دا ترخه ماته یې په ټوله نړۍ کې د ماتېدو پیلامه وه، چې نښې نښانې یې ورو په ورو تر سترګو کېږي.

تازه تېر ماښام په افریقا کې د نیجر هېواد وسلوال پوځ اعلان وکړ، چې له امریکا سره یې هغه تړون په یو اړخیز ډول لغوه اعلان کړی، چې له مخې یې نیجر کې د امریکایي پوځيانو حضور ته لاره هوارېدله.

پوځ ویلي، چې تر دې وروسته يې په هېواد کې د امریکايي پوځيانو حضور غیر قانوني او د ملي ګټو خلاف دی.

د نیجر پوځ دغه بغاوت وروسته تر هغې وکړ، چې شپږ میاشتې وړاندې یې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن ولسمشر محمد بازوم له واک څخه لرې او قدرت یې په لاس کې واخیست.

د نیجر پوځ او وروسره ولاړ ولس یې دا درک کړې، چې نور نو د غلام پاتې کېدو وخت نه دی او فرصت دی، تر څو د یو خپلواک هېواد په توګه پاتې شي.

مخکې تر دې، ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړی و، چې که ترامپ بیا ځلې واک ته ورسېږي، نو امریکا به له ناټو سازمان څخه لاره بېله کړي، چې دا هم د واشنګټن د ماتې نښه ده.

که دې ټولو بحثونو ته وکتل شي، نو له ورایه ښکاري، چې امریکا په افغانستان کې تر ماتې وروسته ښه ورځ نه ده لیدلې او نه به یې هم وګوري.

نو امریکایانو ته په کار ده، چې خپل حکومت دېته اړ کړي او حتی پر وړاندې یې ودرېږي، تر څو په نړۍ کې جګړې پای ته ورسوي او د نورو په چارو کې له لاسوهنو او اشغالولو لاس واخلي او ارامه په خپل کور کې کښېني، پرته له دې پایله به یې ډېره بده وي او داسې ضربه به وخوري، چې بیا به یې مدیریت کول سخت وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته