کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ نن له غرمې مخکې د هغه هېواد له جمهوررئیس شوکت میرضیایف سره وکتل.
د ازبکستان د جمهوري ریاست کوک سرای ماڼۍ کې د یاد هیواد جمهوررئیس شوکت میرضیایف جمهوررئیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي ته تود هرکلی ووایه.
دواړو جمهوررئیسانو د ازبکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنیت د لا ټینګښت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ، د برېښنا لېږد او اورګاډي پټلۍ، افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه بحث او خبرې وکړې.
په کتنه کې پر دې هم ټینګار وشو چې پلازمېنه تاشکند سباني جوړېدونکي د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو بین المللي کنفرانس کې باید ټول په ځانګړي ډول ګډون کوونکي هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې، نظام او خلکو ملاتړ ته وهڅول شي.
د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ او په بېلابېلو برخو کې خپلو دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.
په پای کې جمهوررئیس غني د جمهوررئیس شوکت میرضیایف د ښه نیت ، د همکاریو د ژمنتیا او مېلمه پالنې قدرداني وکړه.